غزنيښار (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴ ): غزني ښار کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال د اوړي لیګ سیالۍ د «شېران خراسان» لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.
د غزني د بدني روزني او ورزش امر بلال مجاهد پژواک خبري اژانس ته وویل، دا سیالۍ د غزني مرکز اړوند د اسفنده سیمه کې ۳۰ ورځې مخکې د فوټبال فدراسیون له لوري، د بدني روزنې او ورزش آمریت په همغږۍ پیل شوې وې.
هغه زیاته کړه، په دغو سیالیو کې ګډونکوونکي لوبډلې د غزني له مرکز او یو شمېر ولسوالیو ګډون کړی و چې په بېلابېلو ګروپونو کې سره ولوبېدل.
د هغه په خبره چې د سیالیو پایلوبه د شېران خراسان او اتحاد نوین لوبډلو ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د شېران خراسان لوبډلې ۱/۲ بریا خپله کړه او د یاد لیګ اتله شوه.
هغه زیاته کړه چې اتحاد نوین لوبډله د دغه تورنمنټ دویم مقام خپل کړ.
د ده په وینا، دغه سیالۍ ړ لوبغاړو ترمنځ د یووالي، همغږۍ، د لوبغاړو هڅونې او په سیمه کې د فوټبال د ودې او پرمختګ په موخه ترسره شوې.
ورته مهال، هغه لوبغاړي چې په دغو سیالیو کې یې برخه اخیستې وه، خوښ دي او له مسوولینو د دې ډول نورو ډېرو سیالیو د جوړېدو غوښتنه کوي.
د یادونې ده، څه موده مخکې په غزني کې د «الف» او «بې» فوټبال غوره لیګ سیالۍ هم پای ته رسېدلې وې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP