Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د هرات – خواف رېل‌پټلۍ له لارې واردات څو برابره ډېر شوي

هرات (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): هرات کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د خواف - هرات رېل‌پټلۍ له لارې د وارداتو کچه د تېر کال په پرتله تر پنځه برابر ډېره شوې ده.

د هرات ولایت د مقام ویاند مفتي یوسف سعیدي وايي چې د ورځې تر دوه زره ټنه سوداګریز توکي، په ځانګړې توګه سمنټ او کاشي د خواف - هرات رېل‌پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته لېږدول کېږي چې د تېر کال په پرتله پنځه برابره زیاتوالی ښیي.

د هغه په خبره، اوس مهال د خواف - هرات رېل‌پټلۍ د توکو په لېږد رالېږد کې مهم او اغېزناک رول لوبوي.

هغه زیاته کړه چې په دغه تمځای کې د بارونو تخلیې لړۍ هره ورځ روانه ده او واردېدونکي توکي تر ډېره سمنټ، کاشي، اوسپنه، نفتي او نور ساختماني توکي دي.

په همدې حال کې، د هرات د صنعت او سوداګرۍ رییس مولوي بشیرمحمد سیرت وايي چې د وارداتو او صادراتو د اسانتیا لپاره له رېل‌پټلۍ استفاده تر ټولو غوره لاره ده.

هغه څرګنده کړه چې په ځمکنيو بندرونو معمولاً د نقلیه وسایطو د نشتوالي، لوړ لګښتونو او د مراحلو په طی کولو کې د ډېر وخت لګېدو په څېر له ستونزو سره مخ وي، خو دا لاره کولای شي ډېرې دغه ستونزې کمې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اونۍ په لومړۍ ځل د ډېزل تېلو لومړنۍ چوپه د دې رېل‌پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته راورسېده؛ ټاکل شوې چې روانه اونۍ د تېلو دویمه چوپه هم هرات ته راورسېږي.

د هرات د رېل‌پټلۍ ادارې د شمېرو له مخې، دمګړۍ هره میاشت تر ۵۰ زره ټنه سوداګریز توکي د خواف - هرات د رېل‌ګاډي له لارې هېواد ته راداخلېږي. تېر کال د هېواد د کانونو او تازه مېوو ځیني صادرات هم له همدې لارې نړۍوالو بازارونو ته ترسره شوي وو.

د مسوولینو د معلومات له مخې، د هرات - خواف رېل‌پټلۍ ټول اوږدوالی ۲۲۶ کیلومتره دی چې ۷۷ کیلومتره یې د ایران او ۱۴۹ نوره د افغانستان په خاوره تېره شوې او د روان کال د وږي په ۲۲مه، د هرات - خواف رېل‌پټلۍ د څلورمې برخې د دویم فاز عملي چارې د ۵۴.۷ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.

مسوولین وايي چې د دغه فاز په بشپړېدو سره به د رېل‌پټلۍ پروژه په بشپړه توګه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.