کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت وايي چې هند له افغانستان سره د ۱۶ ټنه درملو او طبي تجهیزاتو مرسته کړې ده.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې یاده مرسته د هند له لوري د افغانستان د روغتیا سکټور د ملاتړ او د ناروغیو د مخنیوي برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا لپاره د دغه هېواد د دوامدارو ژمنو یوه برخه ده.
په خبرپاڼه کې ویل شوي چې د یادې مرستې موخه د ځینو ناروغیو لکه ملاریا، د ډینګي تبه او لیشمانیوز سره د مقابلې لپاره د هېواد د ظرفیت لوړول دي چې اوس هم د افغانستان په ځینو سیمو کې د عامې روغتیا جدي ستونزې رامنځته کوي.
سرچینې لیکلي، یاده مرسته په سیمه کې د روغتیا، ثبات او بشرِ همکاریو د ودې برخو کې د هند رول د باور وړ یوه شریک په توګه تاییدوي او له افغانستان سره د دغه هېواد اوږدمهال مشارکت او پراختیایي ملاتړ څرګندوي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP