Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پوهنې وزیر: له هېواده د دفاع لپاره عصري ټکنالوجۍ ته اړتیا ده

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د پوهنې وزیر وايي، له هېواده د دفاع  لپاره اړینه ده چې عصري ټکنالوجۍ ته جدي پاملرنه وشي؛ ځکه اوس جګړه د ډرونونو، توپونو او طیارو له لارې ترسره کېږي، نه د تورو او کلاشینکوفونو په وسیله.

د افغانستان د پوهنې وزیر مولوي حبیب‌الله اغا چې نن یې په کابل کې د خصوصي او دولتي ښوونځیو زده‌کوونکو ساینسي او علمي لاسته‌راوړنو (المپیاد) پای‌غونډې ته خبرې کولې وویل چې د زده‌کوونکو دغه ساینسي او علمي لاسته‌راوړنې د ستاینې او تقدیر وړ دي.

هغه زیاته‌ کړه، دغه زده‌کوونکي د اسلامي نظام، د خپلې جعرافیې او ولس ساتونکي او خادمان دي او «الله تعالی دې دوی ته نور توفیق» ورکړي چې په دې لاره کې نور هم پرمختګونه وکړي.

هغه د افغانستان او پاکستان ترمنځ وروستۍ جګړې ته په اشاره وویل: «په زمیني جنګ کې مو ولیدل چې هغوی ځغستله، خو بمبار یې راباندې کاوه، له موږ سره یې دفاع نه وه، دا پنجابیان مو ولیدل چې په منډه ول ټول، خو توغندي یې راشاټ کړل، موږ نه د توغندیو دفاع درلوده او نه مو د طیارې دفاع درلوده.»

هغه زیاته کړه: «نن ورځ چې کوم شي ته موږ او تاسې ضرورت لرو، هغه باید موږ لاس ته راوړو، موږ الله پر دې مکلف کړي یو چې له خپل نظامه به دفاع کووو، الله پر دې مکلف کړي یو چې له خپل کوره به دفاع کوو، له خپل عزته به دفاع کوو، د خپلو عبادت‌ځایونو او مساجدو به دفاع کوو، اوس خو دفاع په ډانګ نه شو کولای، اوس خو دفاع په توره نه شو کولای، په کلاشینکوف یې هم نه شو کولای.»

هغه زیاته کړه: «اوس به دفاع په ډرونډ کوو، په غټو غټو توپونو به یې کو، په غټو غټو بمونو به یې کوو، په طیارو به یې کوو، دا طیارې به څوک جوړوي، موسسات به راځي موږ ته به جوړوي، که له هر چا طیاره اخلې په ډېرو پیسو به یې درکوي، خو داسې شی به درکوي چې له ده سره به یې دفاع وي.»

نوموړي له زده‌کوونکو غوښتنه وکړه چې په عصري او ساینسي علومو کې ډېر کوښښ وکړي او ویې ویل چې اوس د هېواد دفاع د ډرونونو، درنو توپونو، لویو بمونو او طیارو په وسیله کېږي او باید دې برخې ته پاملرنه وشي.

همدارنګه په دې غونډه کې د کابل د پوهنې رییس مولوي جنت‌ګل عزیز وویل، دغه غونډه د کابل ښار د خصوصي او دولتي ښوونځیو زده‌کوونکو د ساینسي پروژو او علمي لاسته‌راوړنو د تشویق لپاره جوړه شوې ده.

هغه زیاته کړه چې اسلامي امارت داسې نوښتونو او استعدادونو ته ژمن دی او د دوی ملاتړ کوي.

د کابل د پوهنې ریاست د ساینس عمومي مدیر فضل‌ربي کبیري وویل چې نن ۲۰۰ بېلابېلې ساینسي پروژې نندارې ته وړاندې شوې دي او په دغو پروژو کې د کابل ښار شاوخوا ۶۰۰ دولتي او خصوصي ښوونځيو برخه اخیستې ده.

د کابل ښار د یوه خصوصي ښوونځیو د نهم ټولګي زده‌کوونکي صدیق‌الله چې یوه جنګي الوتکه یې جوړه کړې وایي: «ما اېف ۲۲ جنګي الوتکه جوړه کړې، دوه کیلومتره مزل کولای شي او یو کیلو وزن له ځان سره انتقالولی شي، په ریموټ ځي.»

نوموړی وایي، پر دې الوتکه ۳۰ زره افغانۍ لګښت راغلی او په ۱۵ ورځو کې یې جوړه کړې ده.

هغه زیاته کړه، که د ده ملاتړ او مرسته وشي نو له دې به ډېره پرمختللې الوتکه جوړه کړي.

باید وویل شي چې نن د کابل ښار د خصوصي او دولتي ښوونځیو زده‌کوونکو خپلې ساینسي او علمي لاسته‌راوړنې نندارې ته وړاندې کړې چې په‌کې ډرون، جنګي جېټ الوتکې، ریموټ کنټرول موټر، وسلې او نورو بېلابېل وسایل په‌کې شامل وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.