Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د روغتیا وزارت: د وارداتي چای ځیني یې په ترکیب کې مصنوعي او کیمیاوي رنګونه لري

کابل (پژواک، ۱۱ لړم ۱۴۰۴): د عامې روغتیا وزارت مسوولین وایي، د وارداتي چای ځیني یې په خپل ترکیب کې مصنوعي رنګونه لري. د ډاکټرانو په خبره، سړو اوبو ته د چای په اچولو کولای شو تشخیص کړو چې مصنوعي یا کیمیاوي رنګ لري که نه؛ که چای د اوبو رنګ ژر بدل کړي، نو په ترکیب کې یې کیمیاوي او غیر روغتیايي مواد شته.

د پژواک د خوړو خوندیتوب دغه راپور د وارداتي چای پر کیفیت راڅرخي. د عامې روغتیا وزارت مسوولین په بازار کې د رنګ‌لرونکي چای له شتونه یادونه کوي او وايي چې د مصنوعي رنګ‌لرونکي چای دومداره څښل د بېلابېلو ناروغیو پیدا کېدو لامل کېدای شي.

په افغانستان کې د چای مصرف

د ۱۴۰۰ لمریز کال په غويي میاشت کې د یوه راپور له مخې، د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو چې هر کال شاوخوا ۶۵ زره مټریک ټنه چای هېواد ته راواردېږي.

په افغانستان کې ډېری خلک د چای له څښلو سره لېوالتیا لري، هر سړی د ورځې تر څو پیالې چای څښي.

د وارداتي چای ځیني یې مصنوعي رنګ لري

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت د خوراکي توکو د تحلیل او سرویلانس په امریت کې یوې باوري سرچینې پژواک خبري اژانس ته وویل، د دغه معینیت له‌ لوري د لابراتواري ازموینو پر بنسټ څرګنده شوې چې د وارداتي چای ځیني یې په خپل ترکیب کې مصنوعي رنګ لري.

سرچینې زیاته کړه: «کره معلومات نشته چې ایا رنګ د چای په تولیدي هېوادونو کې وراضافه کېږي او که دغه کار زموږ د هېواد دننه ترسره کېږي.»

سرچینې په دې اړه د لا ډېرو معلوماتو له ورکولو ډډه وکړه.

«افغانستان کې د خوراکي محصولاتو په ترکیب کې د تحلیل شوو خطرونو شمېر» راپور کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت له‌ لوري پژواک ته سپارل شوی راغلي: «د چای واردات څارل کېږي، دغه‌راز، د رنګ‌لرونکي چای پېژندلو لپاره عامه پوهاوی ډېر شوی څو د دغه محصول له استفادې مخنیوی وشي.»

بلخوا، په کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر نثاراحمد ظهیر وایي: «له بده مرغه په ځینو هېوادونو کې د افغانستان او زموږ د ګاونډیانو په ګډون داسې چایونه شته چې مصنوعي او کیمیاوي مواد او رنګ لري.»

د مصنوعي رنګ‌لرونکي چای څښلو زیانونه

ډاکټر ظهیر د مصنوعي رنګ‌لرونکي چای د استفادې په اړه وایي، هغه چای چې په خپل ترکیب کې کیمیاوي او مصنوعي رنګ لري، کولای شي د انسان د روغتیا لپاره جدي ستونزې رامنځته کړي.

د هغو خطرونو له ډلې چې کولای شي رامنځته یې کړي، د زهري موادو شتون دی چې د وخت په تېرېدو سره د مسمومیت او د ځیګر او پښتورګو ستونزو لامل کېدای شي. دغه‌راز په شدیدو مواردو کې دغه مواد کولای شي د هضمي ستونزو لامل شي او بېلابېل حساسیتونه لکه د پوستکي خارښت او ساه‌لنډي رامنځته کړي.

د سرچینې په وینا، له دغه ډول چای څخه دوامداره استفاده د سرطانونو رامنځته کېدو لامل هم کېدای شي.

د عامې روغتیا وزارت د درملو او خوړو معینیت په راپور کې راغلي: «د کارپوهانو تحلیل ښيي چې په چای کې د کیمیاوي رنګونو، په ځانګړې توګه غیرخوراکي او صنعتي رنګونو کارول کولای شي د مصرفوونکي روغتیا له جدي ګواښ سره مخ کړي.»

سرچینې لیکلي چې دغه رنګونه ډېر مهال د بې‌کیفیته چای د ظاهري بڼې ښه‌والي لپاره کارول کېږي، خو له هغه استفاده ښايي د عصبي، تنفسي او هضمي ستونزو او د بدن د مقاومت سیسټم د ګډوډېدو لامل شي. دغه‌راز، په بدن کې په تدریجي ډول د درنو فلزاتو او زهري ترکیباتو راټولېدل، کېدای شي پر دوامداره ناروغیو د اخته کېدول لامل شي.

په همدې حال کې، د عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي چې هېوادوال دې له مصنوعي رنګ‌لرونکي چای استفاده نه کوي، دا د انسان روغتیا ته زیان رسوي.

د کيمیاوي رنګ‌لرونکي چای معلومولو اسانه لار

د ډاکټرانو په خبره، د تقلبي چای معلومول اسانه دي او هر څوک کولای شي په خپل کور کې یې معلوم کړي چې ایا د چای په ترکیب کې مصنوعي رنګ شته او کنه.

د عامې روغتیا وزارت په دې اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې چې څه ډول کولای شو تقلبي چای معلوم کړو؟ وویل: «په یو ګیلاس اوبو کې شاوخوا ۲۰ ګرامه چای اچوو او شاوخوا ۱۵ تر ۲۰ ثانیو یې پرېږدو، که اوبو ژېړ او قهوه‌یي رنګ واخیست، نو دا په دې معنا ده چې چای مصنوعي رنګ لري.»

دغه‌راز، پّ کابل ښار کې د داخله ناروغیو متخصص نثاراحمد ظهیر وویل: «چای په یخو اوبو کې واچوئ، که چېرې د اوبو رنګ ژر بدل شو … نو دا چای تقلبي دی.»

د هغه په خبره، د مصنوعي رنګ درلودونکی چای په څو ثانیو کې رنګ ورکوي، رنګ یې ډېر تېز وي.

د کابل ځيني ښاریان د چای په ترکیب کې د کيمیاوي رنګونو د کنټرول غوښتنه کوي

د کابل ښار اوسېدونکي هارون وویل: «ډېر چای راوړي، په دوکانونو کې رنګ‌لرونکی چای ډېر دی، هیڅ ښه چای نه دی.»

هغه له سوداګرو وغوښتل چې د مصنوعي رنګ‌لرونکي چای له واردولو ډډه وکړي.

دغه‌راز، د کابل یو بل اوسېدونکی عبدالحی هم په بازار کې د کيمیاوي رنګ‌رلرونکي چای د موجودیت خبره کوي او له اسلامي امارته غواړي څو د دغه ډول چای د وارداتو مخنیوی وکړي.

هغه وویل: «څو ځلې مې چای واخیست خو رنګ یې درلود، بېرته مې دوکان‌دار ته وروړ او خوند یې هم تریخېده، دا باید وارد نه کړي او د خلکو له ژوند سره لوبې ونه کړي.»

په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت اقدامات

د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو معینیت کې یوې باوري سرچینې وویل چې د چای واردات تر جدي څارنې لاندې دي او دا څارنه په دوامداره توګه ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه: «هغه اقدامات چې عامې روغتیا وزارت کړي، په ټوله کې یې د رنګ‌لرونکي چای پر وارداتو بدیز لګولی دی.»

هغه وویل: «له هغو سوداګرو چې چای واردوي، ژمنه اخیستل شوې چې له دې وروسته رنګ‌لرونکی چای وارد نه کړي، له دې پرته به قانوني چلند ورسره وشي.

د هغه په خبره: «د دې ترڅنګ چې زموږ د کارپوهانو له لوري د ټولیزو رسنیو له لارې لازم پوهاوی وړاندې شوی، څو خلک له هغه چای څخه استفاده وکړي چې رنګ ونه لري؛ یعنې په ترکیب کې یې هیڅ رنګ نه وي.»

هغه له سوداګرو وغوښتل چې د هر ډول رنګ‌لرونکي چای له واردولو ډډه وکړي او له سرغړوونکو سره به قانوني چلند وشي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.