کندهار (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د کندهار سیمهییز مسوولین چې د دغه ولایت په سپېن بولدک ولسوالۍ کې د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د اته کیلومتره سړک د رغونې او پراختیا چارې پیل شوې.
د سپین بولدک ولسوالۍ د ښاروالۍ د ښاري حکومتولۍ مدیر عبدالحنان جلالي نن په اړه جوړه شوې غونډه کې وویل چې یاد اته کیلومترهسړک د سپین بولدک د بازار اړوند د مغاش کلا څخه تر ډيورنډ کرښې پورې رسیږي.
هغه وړیل چې پر دغه سړک یو میلیارد افغانۍ لګښت راځي چې ټولګټو وزارت له خوا ورکول کیږي او چارې به یې په یوه کال کې تر سرهشي.
ده زیاته کړه: «دا سړک اته کیلومتره دی او ۶۰ متره یې بر دی چې په څلور لینه کې جوړیږي او په منځ کې څلور متره ګلدان هم لري، داجاده په اساسي ډول جوړیږي چې ورسره به د بولدک ولسوالۍ په سوداګرۍ، ترافیکي نظم او نورو چارو کې مثبت بدلون راولي.»
دغه راز د بولدک ښاروالۍ د انجنیري امیر انجنیر محمد نادر وایي، چې دغه سړک په معیاري او ډېر ښه ډول جوړیږي ځکه بولدک یوه لویه او سوداګریزه ولسوالي ده چې بار وړونکو او نور موټرونه پکې تګ راتګ زیات کوي.
د هغه په وینا، د دې جادې له جوړېدو سره به دا سیمه لا هم خپل سوداګریز ارزښت زیات کړي.
ده وویل: «د دې جادې کار په ډېر اساسي ډول تر سره کیږي ځکه خو لګښت هم زیات ورباندي راځي، نو له دې سره به سوداګري نورههم وغوړیږي او د بولدک ولسوالۍ ارزښت به نور هم ورسره زیات شي او هغه ستونزې چې اوس ورسره مخ دي حل به شي.»
پهذکندهار ولایت کې یو افغان سوداګر حاجي جانان وایي، پر دې پروژې باید کار په چټکۍ تر سره او په ټکلې موده کې بشپړه شي تر څوخلک له ستونزو خلاص شي.
کندهار د سپين بولدک ولسوالۍ د ښاروالۍ مسوولین وایي، په دغه ولسوالي کې دا مهال اووه نوري پراختیایي پروژې تر کار لاندي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP