هرات (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): هرات کې یوې ښځې په خپل شخصي لګښت د غالۍ اوبدلو یوې کارګاه په جوړولو، له زدهکړو بېبرخې څه باندې ۵۰ نورو ښځو او نجونو ته د حرفوي زدهکړو او عاید ترلاسه کولو زمینه برابره کړې ده.
هغه وايي، دغه نوښت نه یوازې د کورنیو لپاره د لګښتونو په برابرولو کې مرسته کوي، بلکې د هیلې او پر ځان د باور رامنځته کېدو سره، ښځې د محدویتونو له امله له رواني فشارونو او خپګانه ژغوري او په ناسمو شرایطو کې د ښځو لپاره د وړتیا پیدا کولو او استقامت روښانه بېلګه ده.
د غالۍ اوبدنې د دې کارګاه بنسټګره او مالکه یګانه وايي چې د ښځو او نجونو پر زدهکړو د محدودیت له لګېدو او په ځینو ادارو کې د هغوی د کار له ځنډېدو وروسته، ډېرې ښځې له رواني فشار او خپګان سره مخ شوې دي.
د هغې په خبره، د دې کارګاه په جوړولو سره یې د کورنیو ډېرو سرپرستو ښځو ته پر ځان د باور پیدا کېدو زمینه برابره کړې او که د حکومت او مرستندویه بنسټونو له لوري یې ملاتړ وشي، کولای شي نورو نجونو او ښځو ته هم د دې حرفې زدهکولو زمینه برابره کړي.
په دې کارګاه کې د هرات د بېلابېلو سیمو ښځې راټولې شوې څو د غالۍ اوبدلو مخکنی هنر زده کړي او په خپل لاس ورځني لګښتونه پوره کړي.
د ۱۴۰۰ کال د زمري په ۲۴مه د اسلامي امارت له بیاواکمنېدو سره د نجونو ښوونځیو له شپږم ټولګي پورته زدهکړې وځنډېدې او وروسته د همدغه کال د لېندۍ په ۲۹مه ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته امر وشو چې د نجونو لوړې زدهکړې تر دویم امر پورې وځنډوي. خو د اسلامي امارت مسوولینو څو ځلې ټینګار کړی چې د خوندي چاپېریال په برابرېدو سره به نجونو ته بېرته د تعلیم او تحصیل اجازه ورکړل شي.
په دې کارګاه یوه غالۍ اوبدونکې هدیه چې تر نهم ټولګي یې ښوونځی لوستی، وايي: «د نجونو د زدهکړو له ځنډېدو وروسته، څه موده خپکان راته پیدا و، خو اوس په غالۍ اوبدلو کې د ارامتیا احساس کوم. له دغه کاره د عاید په ترلاسه کولو سره کولای شم د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه پوره کړم.»
هغه زیاتوي چې کورنۍ یې ۱۱ غړي لري او د دې کارګاه له عوایدو د خپلې کورنۍ د لګښتونو یوه برخه برابرولای شي.
عزیزه چې بله غالۍ اوبدونکې ده وایي، په دې کارګاه کې د بڼې، اندازې او بیې له مخې بېلابېلې غالۍ اوبدل کېږي او کله ناکله د ځینو غالیو بیه تر ۳۰ زره افغانیو هم رسېږي.
هغه وايي: «که څه هم د غالۍ اوبدل یو سخت او وختنیونکی کار دی خو زما لپاره دا یوازېنۍ لار ده چې عاید ترلاسه کړم او مالي خپلواکي ولرم.»
ورته مهال، د هېواد د لوېدیځ زون د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې چارواکي وایي، له هغه وروسته چې د نجونو او ښځو زدهکړې ځنډېدلې او له ایرانه د افغان کډوالو جبري ستنېدنه پیل شوې، ډېرو ښځو د لاسي صنایعو، په ځانګړي ډول غالۍ اوبدلو ته مخه کړې ده.
بهناز سلجوقي چې په هرات کې د دې خونې مشره ده وایي، اوس مهال په دغه ولایت کې څه باندې څلوېښت د غالۍ اوبدلو کارګاوې فعالې دي چې د ښځو له خوا اداره کېږي او دا اداره هڅه کوي څو لا زیات ملاتړ یې وکړي.
بلخوا، د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هنر او فرهنګ امر حمیدالله غیاثي وایي چې غالۍ د افغانستان د تمدن او فرهنګ له نښو څخه ده.
نوموړي ټینګار وکړ چې یادې اداره د دغه صنعت د ساتنې او پراختیا لپاره بېلابېل نندارتونونه جوړ کړي څو د پلور بازار او د ملاتړ زمینه یې برابره شي.
د غیاثي په وینا، غالۍ یوازې یو اقتصادي توکی نه دی، بلکې د افغانستان د خلکو د کلتوري هویت یوه برخه هم ده چې د دې خاورې د تاریخ او هنر انځور وړاندې کوي.
د زدهکړو او دندې محدودیتونو د افغانستان د زرګونو ښځو او نجونو پر ژوند سیوری غوړولی خو دا ډول ابتکاري پروګرامونه هغوی ته د هیلو، مالي خپلواکۍ او پر ځان د باور نوي چانسونه برابروي. هرات کې د غالۍ اوبدلو کارګاوې د هغو ښځو د وړتیا او استقامت روښانه بېلګې دي چې تر ټولو سختو شرایطو کې هم د ښه راتلونکي لپاره هڅه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان ښوونیز کال د پای ته رسېدو په درشل کې یو شمېر نجونو پژواک خبري اژانس ته وویل، سره له دې چې د شرعي حجاب رعایت خپل ديني مکلفیت بولي، له اسلامي امارته غواړي چې نوي ښوونیز کال ته له شپږم ټولګي پورته ښوونځيو او پوهنتونونو د پرانیستل کېدو زېری ورکړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP