ايبک (پژواک، د لړم ۱۲مه ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د سمنګان – بلخ لویه لاره چې د تېرې شپې زلزلې له امله د تاشقرغان تنګي سیمه کې د غره ښوېېدنې له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، بېرته پرانیستل شوه.
دغه زلزله چې د ریښتر په کچه ۶.۳ درجې و، تېره شپه شاوخوا یوه بجه وشوه چې مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او په کابل، بغلان، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونو کې هم احساس شوه.
د ټولګټو وزارت نن (د لړم ۱۲مه) مخکې له غرمې په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د سمنګان – بلخ لویه لاره چې تېره شپه د زلزلې او غره ښوېېدنې له امله د تاشقرغان تنګي ساحه کې تړل شوې وه، د سمنګان د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په مرسته بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.
سرچینې لیکلي: «تېره شپه شاوخوا یوه بجې زلزله وشوه، (۱:۳۰ بجې) د سمنګان د ټولګټو ریاست کارکوونکي سمدستي د یادې لارې د پرانیستو په موخه د دغه ولایت د صیاد او تاشقرغان تنګي سیمو ته رسېدلي وو او د ملي دفاع وزارت په مرسته یې دغه لار بېرته د ترافیکو پر مخ پرانیسته.»
خبرپاڼه کې راغلي چې د ټولګټو وزارت تل هڅه کوي څو د هېوادوالو تګ راتګ لپاره لویې لارې او سړکونه پرانیستي وساتي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP