Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې د «واکو کېک بوکسینګ» دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د کابل ښار د ۳۰ کلبونو د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسینګ دویم پړاو ټاکنیزې سیالۍ پیل شوې.

د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د کابل د بدني روزنې او ورزش له رياست سره په همغږۍ د کېک بوکسينګ ملي فدراسيون له لوري د کابل ښار د ۳۰ کلبونو  د ۱۰۰ ورزشکارانو ترمنځ د واکو کېک بوکسينګ دويم پړاو ټاکنيزې سيالۍ پیل شوې.

سرچینې لیکلي چې دغه سیالۍ د لویانو سني کټګورۍ کې په ۱۱ بېلابېلو وزنونو کې ترسره کېږي چې دوه ورځې به دوام ولري.

د المپیک د معلوماتو له مخې، د یادو سیالیو په پای کې به ۲۲ ورزشکاران د کابل ولایت د واکو کېک بوکسینګ منتخبې لوبډلې لپاره غوره شي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.