Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د یوې ترافیکي پېښې له امله شلو کسانو ژوند له لاسه ورکړی

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): د هند په سوېل کې د یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ موټرو ترمنځ د ټکر له امله ۲۰ کسان مړه او ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي، د هند په سوېل کې نن (دوشنبه) سهار یوې لارۍ له مسافر وړونکي بس سره ټکر کړی چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او شاوخوا ۲۴ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې لیکلي، دغه بس شاوخوا ۷۰ مسافر لېږدول او د هند له سوېلي تلنګانه ایالته حیدراباد ښار ته روان و چې د چیوالا ښار ته نږدې یې له یوه باروړونکي موټر سره ټکر کړی دی.

په راپور کې راغلي، په وژل شوو کې لس ښځې او څلور ماشومان هم شامل دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، دا پېښه داسې مهال کېږي چې پرون (یکشنبه) هم د هند راجستان په لوېدیځ کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي وو.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.