Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ملګرو ملتونه: د افغانستان په شمال کې زلزله‌ځپلو سیمو ته مو مرستندویې ډلې لېږلې

کابل (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۴): ملګري ملتونه وایي چې د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې له امله زیانمن شوو سیمو ته یې مرستندویې ډلې لېږلې څو هلته اړتیاوې وارزوي او بېړنۍ مرستې ورته ورسوي.

تېره شپه شاوخوا یوه بجه د ریشتر په کچه ۶،۳ زلزله وشوه چې مرکز یې د بلخ په خلم ولسوالۍ کې و او په کابل، سمنګان، سرپل او کندوز ولایتونو کې یې هم ټکانونه حس شول.

د عامې روغتیا وزارت د لومړنیو معلوماتو له مخې، په بلخ او سمنګان ولایتونو کې د تېرې شپې زلزلې له امله شل کسان شهیدان او شاوخوا ۳۲۰ نور ټپیان شوي دي.

د ملګرو ملتونو (UN) د افغانستان څانګې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان په ختیځ کې له مرګونې زلزلې شاوخوا دوه میاشتې وروسته اوس دا دی په شمال کې زوروره زلزله وشوه.

سرچینې زیاته کړې، د دوی ټیمونه او شریکان هلته دي څو اړتیاوې وارزوي او بېړنۍ مرستې ورسوي او لیکلي یې دي: «موږ له ټولو اغېزمنو سره ولاړ یو او اړین ملاتړ به چمتو کړو.»

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي: «بېګانۍ زلزلې په بلخ، سمنګان او بغلان کې ځاني او مالي زیانونه اړولي چې له امله یې سخت خواشيني شوو.»

هغه لیکلي، حکومتي ادارې او مسوولین ټول بوخت دي څو زیانمنو ته خدمات او د اړتیا وړ مرستې ور ورسوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.