Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پنجشېر کې د څه باندې ۶ ميليون افغانيو په ارزښت زمرد وپلورل شول

پاراخ (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د پنجشېر ولايت مقام، د داوطلبۍ له لارې په څه باندې شپږ ميليون افغانيو د ۳۹۴۱ قیراط زمردو د پلور خبر ورکړی او ويلي يې دي چې د زمردو قانوني او شفاف استخراج او پېر او پلور د دغه ولايت د بازارونو د غوړېدو لامل شوي دي.
د پنجشېر ولايت د رسنيو دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي چې نن د داوطلبۍ له لارې د دغه ولايت ۳۴۹۱ قيراط زمرد په ۶۲۵۸۸۱۴ افغانيو پر کورنيو سوداګرو وپلورل شول.
سرچينې زياته کړې چې په دې داوطلبۍ کې له سلو ډېرو داخلي سوداګرو چې ډېری يې د پنجشېر ځوانان وو، ګډون کړی وو.
سرچينې دغه‌راز ويلي، پنجشېر کې د زمردو قانوني او شفاف استخراج او پېر او پلور د دې لامل شوي څو ځايي ځوانان ياد کاروبار ته مخه کړي او د دغه ولايت بازارونه ورسره وغوړېږي.
د سرچينې په وينا، د پنجشېر ولايت رهبري غواړي څو د پانګونو او موسسو د جذب او نورو بېلابېلو کاربارونو د رامنځته کولو له لارې د دغه ولايت د اوسېدونکو اقتصاد ته وده ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.