Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې ۲۲۵ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي

غزني‌ښار (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د غزني امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ مربوطاتو کې ۲۲۵ کیلوګرامه تریاک کشف او ترلاسه شوي دي.

د غزني د امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې د دغه ولایت د مقر ولسوالۍ مربوطاتو کې ۲۲۵ کیلوګرامه نشه‌يي توکي چې په یوه سوزوکي لارۍ موټر کې په ډېر مهارت ځای پر ځای شوي وو، د ځانګړو عملیاتو پر مهال ونیول شول.

نوموړي زیاته کړه: «له بده مرغه د موټر چلوونکی او قاچاقبران له سیمې تښتېدلي او تر اوسه نه ده روښانه چې دا توکي له کوم ځایه چېرته لېږدول کېدل.»

د هغه په وینا، نیول شوي توکي ټول تریاک دي چې وروسته به له نشه‌يي توکو سره د مبارزې ریاست ته وسپارل شي.

د یادونې ده، څو ورځې مخکې هم د غزني ښار د ترانسپورټ څلورلارې ته څېرمه ۱۷ کیلوګرامه هیرویین او شیشه نیول شوي وو چې له شمالي ولایتونو سوېلي سیمو ته لېږدول کېدل.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.