ژبه

د پاکستان سترې محکمې ودانۍ کې چاودنې ۱۵ کسان ټپیان کړي

<p style="text-align: justify;">کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): رسنۍ وايي چې د دغه هېواد په ستره محکمه کې د یوې چاودنې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">د پاکستان د اکسپرېس ټربيون ورځپاڼې راپور ورکوي چې دغه پېښه نن شاوخوا ۱۱ بجې د سترې محکمې تل‌خونه کې شوې چې له امله ۱۵ کسان ټپيان شوي دي.</p>

<p style="text-align: justify;">په راپور کې راغلي چې  د اسلام‌اباد د پولیسو افسر علي ناصر رضوي ویلي، یاده چاودنه د سترې محکمې په کانټین کې شوې ده.</p>

<p style="text-align: justify;">هغه د دوو ټپيانو روغتيايي وضعیت د اندېښنې ور ښودلی او زیاته کړې یې ده چې له څو ورځو راهیسې د کانټین ځای کې ګاز لیک و او چاودنه هغه مهال شوې چې د «هوا کنډېشنر» د ترمیم کار روان و.</p>