Language

د هانګ‌کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د افغانستان لوبډلې نوملړ اعلان شو

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د هانګ‌کانګ شپږ اوریزو سیالیو لپاره د افغان لوبډلې نوملړ او د سیالیو مهالوېش اعلان شو چې افغان لوبډله به په لومړي پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ له نیپال او سوېلي افریقا سره ترسره کړي.

د افغانستان کرکټ ‌بورډ وایي چې د هانګ‌کانګ شپږ اوريزې سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ په یاد هېواد کې پیلېږي چې په‌کې افغان لوبډله د نیپال او سوېلي افریقا لوبډلو سره په لومړي ګروپ کې ځای لري او د یادو سیالیو د مهالوېش له مخې به په لومړي پړاو کې خپلې دواړه سیالۍ د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره کړي.

د یادو سیالیو لپاره په افغان لوبډله کې ګلبدین نایب لوبډلمشر، نورالرحمن ویکټ ساتونکی، صدیق‌الله پاچا، اعجاز احمدزی، فرمان‌الله ساپی، شرف‌الدین اشرف او کریم جنت غوره شوي دي.

یادې سيالۍ به د نومبر له اوومې تر نهمې په هانګ‌کانګ کې ترسره شي.

د معلوماتو له مخې، د لوبو په دې لوبلړۍ کې افغانستان، نيپال او سوېلي افریقا په (A) ګروپ، اسټراليا‌، انګلیستان او عربي‌ متحده امارات په (B) ګروپ، هند، کويټ او پاکستان په (C) ګروپ، بنګله‌دېش، هانګ‌کان او سریلانکا په (D) ګروپ کې ځای لري.