Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغانستان او ترکمنستان د انرژۍ سکټور د پراختیايي پروژو په اړه خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس د ترکمنستان د ۲۰۲۵ نړۍوالې انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو پراختیا کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال سره د انرژۍ سکټور پرمختیايي پروژو په اړه خبرې کړې دي.

د افغانستان برېښنا شرکت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي ريیس ډاکتر عبدالباري عمر د ترکمنستان ۲۰۲۵ نړۍوالې انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو د پراختیا کنفرانس او نندارتون په څنډه کې د ترکمنستان د ولسمشر له مرستیال باتور امانوف سره ولیدل.

خبرپاڼه کې راغلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د انرژۍ سکټور پرمختيايي پروژو، په ځانګړي ډول ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا د مزو لېږد پروژې، د بالامرغاب ولسوالۍ برېښنا رسونې پروژې او نورالجهاد سب‌سټېشن په اړه خبرې وکړې.

د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، یاد کنفرانس د ترکمنستان په کوربه‌توب، د سیمه‌ییزو او نړۍوالو همکاریو پیاوړتیا، انرژۍ سکټور، ساختماني چارو، صنعت او کیمیاوي موادو پراختیا په موخه جوړ شوی دی.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان برېښنا شرکت اجرائیوي رییس او ورسره مل پلاوی دوه ورځې مخکې د ترکمنستان د انرژۍ، ودانیزو چارو، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵ (CIET) کنفرانس کې د ګډون لپاره دغه هېواد ته سفر وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.