Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې تاجکستان ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې نن تاجکستان ته نهه پر پنځه ماته ورکړه.

یاده لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره شوه.

د یادې لوبې په لومړۍ نیمایي کې افغانستان ۶ پر ۲ مخکې و او بالاخره د دویمې نیمایي په پای کې لوبه د هېواد د ملي لوبغاړو په ګټه د ۹ پر ۵ پایلې سره پای ته ورسېده.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري، په لومړي ګروپ کې د سعودي عربستان (کوربه هېواد)، اوزبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویم ګروپ کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.

افغانستان به د یادو سیالیو په لړ کې د پنجشنبې په ورځ له ایران سره ولوبیږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.