Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له تاجکستان سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله به نن د اسلامي هېوادونو د پیوستو سیالیو په لړ کې د تاجکستان له ملي لوبډلې سره مخ شي.

یاده لوبه به د افغانستان پر وخت د غرمې ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره شي.

د هېواد د فوټبال فدراسیون ویلي چې له تاجکستان سره له لوبې مخکې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې وروستۍ تمریني لوبه ترسره کړې او لوبغاړي له یاد هېواد سره لوبې ته بشپړ چمتووالی لري.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري، په لومړي ګروپ کې د سعودي عربستان (کوربه هېواد)، اوزبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویم ګروپ کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.