کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت په اروزګان او ننګرهار ولایتونو کې د کډوالو ښارګوټو تفصیلي طرحه منظور کړې چې له مخې به یې کډوالو ته د اروزګان ښارګوټي کې ۱۷۴۰ او د ننګرهار ښارګوټي کې ۵۰۰ استوګنیزې نومرې ووېشل شي.
د کور او ښار جوړولو وزارت پر خپله اېکسپاڼه د یوه خبر په خپرولو ویلي چې د دغه وزارت وزیر مولوي نجیبالله حیات حقاني په ننګرهار او اروزګان کې د کډوالو ښارګوټو تفصیلي طرحه منظور کړې ده.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په اروزګان کې د کډوالو ښارګوټی به په ټولیزه توګه پر ۲۳۹۵ جریب ځمکه په معیاري ډول جوړ شي او ۱۷۴۰ استوګنیزې نومرې به ولري څو د بېرته راستانه شوو او بېځایه شوو کورنیو لپاره د استوګنې مناسب ځای برابر کړي.
د سرچینې د معلومانو له مخې، په یاد ښارګوټي کې ټول ښاري خدمتونه او اسانتیاوې په پام کې نیول شوي دي.
دغهراز، د ننګرهار ولایت د کډوالو د ښارګوټي تفصیلي طرحه هم د وزیر له لوري منظور شوې. دغه ښارګوټی به پر ۵۰۰ جریب ځمکه جوړ شي او ۵۰۰ استوګنیزې نومرې به ولري.
سرچینې لیکلي چې د یادې پروژې په جوړښت کې ټول ښاري معیارونه لکه د سړکونو شبکه، برېښنا، اوبه، ښوونیز او روغتیایي خدمتونه په پام کې نیول شوي دي.
د کور او ښار جوړولو وزارت په وینا، یادې طرحې د کډوالو د استوګنې ستونزو د حل او د ښاري ژوند اسانتیاوو برابرولو په موخه جوړې شوې او دغه وزارت یې پر تطبیق ټینګار کوي.
کور او ښار جوړولو وزارت د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کډوالو لپاره د معیاري ښارګوټو جوړولو پروګرامونه عملي کوي څو بېرته راستنېدونکي او بېځایه شوي هېوادوال د ښاري ژوند له اسانتیاوو او خدمتونو څخه برخمن او د دوامدارې ودې زمینه برابره شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP