Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تاجکستان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې چاودنه؛ پنځو افغانانو ژوند له لاسه ورکړی

نیلي (پژواک، ۱۳ لړم  ۱۴۰۴): دایکنډي کې سیمه‌ییزې سرچینې وايي چې د دغه ولایت پنځو اوسېدونکو تاجکستان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې د چاودنې له امله ژوند له لاسه ورکړی دی.

د دایکندي د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي ریاست یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه ولایت پنځه اوسېدونکي چې په تاجکستان کې یې د ډبرو سکرو یوه کان کې کار کاوه، دوه ورځې مخکې په کان کې دننه د ګاز چاودنې وژلي دي.

د دې پېښې قربانيان د دايکنډي د شهرستان، ميرامور او اشترلي ولسواليو اوسېدونکي وو.

په همدې حال کې، ځینو رسنیو راپور ورکړی چې په تاجکستان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې شپږ افغان کارګرو ژوند له لاسه ورکړی چې پنځه یې د دایکنډي او یو بل د غور ولایت اوسېدونکي دي.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده مخکې هم د دایکنډي نهو اوسېدونکو په تاجکستان کې د ډبرو سکرو یوه کان کې د ګازنیونې له امله ژوند له لاسه ورکړی و.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.