Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د زابل امنیه قوماندان د ډیورنډ پر فرضي کرښه له امنیتي پوستو لیدنه وکړه

کابل (پژواک، ۱۳ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د زابل امنیه قوماندان د سرتېرو د وضعیت او شته امکاناتو ارزونې په موخه د شملزو ولسوالۍ له امنیې قوماندانۍ او د ډیورنډ پر فرضي کرښه له امنیتي پوستو لیدنه کړې ده.

د کورنیو چارو وزارت پر اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې د زابل امنیه قوماندان مولوي عبدالحلیم حلیمي له مل پلاوي سره د شملزو ولسوالۍ له امنیې قوماندانۍ او د ډیورنډ د فرضي کرښې له پوستو لیدنه کړې او د سرتېرو حالت او شته امکانات یې له نږدې ارزولي دي.

سرچینې لیکلي چې حلیمي د ديوړند پر فرضي کرښه د سرتېرو روحیه مثبته ارزولې او هغوی ته یې ډاډ ورکړی چې حکومت او خلک د هغوی ترڅنګ ولاړ دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.