Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې بنګله‌دېش ته ماته ورکړه

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴) د افغانستان د کرکټ له ۱۹ کلنو کم‌عمره ملي لوبډلې د پنځو یو ورځنیو سیالیو په لړ کې په خپله درېیمه لوبه کې بنګله‌دېش ته د ۱۰۲ منډو په توپیر ماته ورکړه.

نننې سیالي چې په بنګله‌دېش کې ترسره شوه، پچه یې افغان لوبډلې وګټله او لومړی توپوهنه ترسره کړه.

په یاده لوبه کې افغان لوبډلې په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۵ منډې وکړې.

په دې لوبه کې د افغان لوبډلې په ګټه فیصل خان ۱۰۰، لوبډلمشر محبوب خان ۸۶، عزیزالله نیازي ۳۱ او عثمان سادات ۲۶ منډې وکړې.

د بنګله‌دېش له ۱۹ کلنو کم‌عمره لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نه شو کړای او په ۳۸م اور کې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۷۳ منډې وکړې او د ۱۰۲ منډو په توپیر یې افغانستان ته لوبه وبایله او په دې سره لوبلړۍ یو – یو مساوي شوه.

د یادو سیالیو لومړۍ لوبه بنګله‌دېش ګټلې وه او دویمه لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.

د یادونې ده، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د روانې لوبلړۍ څلورمه لوبه د راتلونکې جمعې په ورځ ترسره شي.

 

 

 

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.