پلعلم (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د لوګر ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «اسلام په تاریخ کې د عامه کتابتونونو او مطالعې ارزښت» تر عنوان لاندې یو ورځنی علمي سیمینار جوړشو.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي فیضالله جوهري په دغه سیمینار کې وویل چې دا علمي سیمینار د مطالعې او کتابتونونو د ارزښت او پراختیا په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د عامه کتابتونونو د ریاست په همکارۍ جوړ شوی دی.
نوموړي زیاته کړه، د لوګر ولایت د ځوانانو لپاره په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې ځانګړي کتابتونونه پرانیستل شوي دي او ځوانان کولای شي په اسانۍ سره له دغو کتابتونونو ګټه واخلي او مطالعه وکړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د عامه کتابتونونو رییس رفیعالله صمیمد سیمینار پر مهال وویل: «د اسلام دین او تاریخ په رڼا کې علم، کتاب او مطالعه ځانګړی ځای او ارزښت لري. هغه لوی کتابتونونه چې په اسلامي امپراتوریو کې شتون درلود، هېڅ څوک یې مثال نهشي وړاندې کولی.»
صمیم زیاته کړه: «اسلام یو علمي دین دی او که تاریخ ته ځیر شو، روښانه به شي چې زموږ علماوو او اسلافو له مطالعې او کتاب سره تر هر چا ډېره مینه لرله. که یو ځل بیا د تېرو مسلمانانو او علماوو د مطالعې او کتابلوستنې علاقه راژوندۍ شي، لرې نه ده چې د نړۍ ځواک بېرته د مسلمانانو لاس ته ورشي.»
دغهراز دیني عالم مفتي وحیدالله وهاج هم د ځوانانو د پرمختګ لپاره د کتابتونونو فعالیت او مطالعه ګټوره وبلله او پر ځوانانو یې غږ وکړ چې له شته فرصتونو ښه ګټه واخلي او د مطالعې فرهنګ د پراختیا لپاره هڅې وکړي.
د لوګر ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسؤولین وایي، سږکال یې د مطالعې د ترویج او پراختیا لپاره د ځوانانو ترمنځ ګڼ شمېر علمي سیالۍ هم جوړې کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP