Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

هند کې د دوو رېل‌ګاډو د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د هند د چتیسګړ ایالت په شمال‌ختیځ کې د بلاسپور ښار ته نږدې د دوو رېل‌ګاډو ترمنځ د ټکر له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

اسوشیټېډ پرېس په یوه راپور کې ویلي، پرون ماښام د هند د چتیسګړ ایالت د رای‌پور د مرکز شمال‌ختیځ ته په شاوخوا ۱۱۵ کیلومترۍ کې د بلاسپور ښار ته نږدې د ځایي مسافروړونکي او یوه باروړونکي رېل‌ګاډو ترمنځ ټکر شوی چې ۱۱ کسانو په‌کې ژوند له لاسه ورکړی او ۲۰ نور ټپیان شوي دي.

سرچینې د سیمه‌ییزو چارواکو له قوله لیکلي چې نن (چهارشنبه) سهار د ژغورنې عملیات پای ته رسېدلي او د رېل‌ګاډو تګ راتګ بېرته پیل شوی دی.

په راپور کې د هند د رېل‌پټلۍ د مسوولینو له قوله لیکلي شوي چې د پېښې د لامل په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د لړم په ۱۲مه هم د هند په سوېل کې یوې لارۍ له مسافروړونکي بس سره ټکر کړی و چې له امله یې لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه او شاوخوا ۲۴ نور ټپیان شوي وو.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.