Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د فوټسال ۲۰۲۶ کال د اسیا ملتونو جام سیالیو کې د افغانستان سیالان په ډاګه شول

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټبال فدراسیون وایي چې د هېواد د فوټسال ملي لوبډله د ۲۰۲۶ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو کې له ایران، عربستان او مالزیا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د افغانستان د فوټبال فدراسیون نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د ۲۰۲۶ کال د اسیا د ملتونو جام سیالیو ګروپونه اعلان شول چې افغان لوبډله به له ایران، سعودي عربستان او مالزیا سره په یوه ګروپ کې لوبېږي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو سیالیو په A  ګروپ کې اندونزیا، عراق، قرغیزستان او سوېلي کوریا، په B ګروپ کې ټایلنډ، ویټنام، کویټ او لبنان، په C ګروپ کې جاپان، اوزبېکستان، تاجکستان او اسټرالیا او په D ګروپ کې افغانستان، ایران، عربستان او مالزیا شامل دي.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، د فوټسال ۲۰۲۶ کال د اسیا د ملتونو جام سیالۍ د جنورۍ په ۲۷مه د ۱۶ هېوادونو د لوبډلو ترمنځ د اندونیزیا په کوربه‌توب ترسره کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله اوسمهال د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو کې بوخته ده چې پرون یې په دغو سیالیو کې تاجکستان ته نهه پر پنځه ماته ورکړه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.