کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د المپیک ملي کمېټه وایي چې د هېواد د وزن پورته کولو څلور ملي لوبغاړي د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه سعودي عربستان ولاړل.
د المپیک، بدنې زونې او ورزش عمومي ریاست نن په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، د افغانستان د وزن پورته کولو ملي فدراسيون شپږکسيزه لوبډله چې څلور ورزشکاران او دوه روزونکي پهکې شامل دي، د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالیو کې د ګډون په موخه د سعودي عربستان ریاض ښار ته روانه شوه.
سرچینې لیکلي، په یادو سیالیو کې به شفیق جان سخيزاده په ۷۱ کیلوګرامه وزن کې، مجیب سلطاني په ۷۹ کیلوګرام وزن کې، زبیر نظري په ۸۸ کیلوګرام او فضلکریم ترکمن به په +۱۱۰ کیلوګرامه وزن کې له خپلو سیالانو سره ولوبېږي.
د المپیک ملي کمېټې د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې د ۲۰۲۵ اسلامي هېوادونو د پيوستون شپږم پړاو سیالۍ به د سعودي عربستان په ریاض ښار کې د افغانستان په ګډون د ۵۷ هېوادونو ترمنځ په ۲۳ بېلابېلو ورزشي رشتو کې د روانې نومبر مياشتې په ۷مه پيل شي او د همدې مياشتې تر ۲۱مې به دوام وکړي.
دغهراز، په دغو سیالیو کې به له افغانستانه په ۱۲ بېلابېلو رشتو کې د ورزشکارانو او پلاوو په ګډون ۸۳ کسان ګډون وکړي.
دا په داسې حال کې چې تېره ورځ د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې تاجکستان ته نهه پر پنځه ماته ورکړه.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP