Language

میدان‌وردګو کې د درېیو ولایتونو د لوبډلو ترمنځ د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

میدان‌ښار (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴) : په میدان‌ورګو ولایت کې پنځه ورځې مخکې د درېیو ولایتونو د کرکټ لوبډلو ترمنځ پیل شوې سیالۍ نن د دغه ولایت د لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د دغه ولایت د کرکټ امر نصیراحمد امرخېل پژواک خبري اژانس ته وویل، په دې سیالیو کې د پروان، کاپیسا او میدان‌وردګو ولایتونو لوبډلو ګډون کړی وو.

هغه وویل، دا سیالۍ د کرکټ بورډ له خوا د راتلونکو دویمه درجه وزیر محمداکبرخان ملي سیالیو لپاره د چمتووالي په موخه ترسره شوې.

ده زیاته کړه، یادې سیالۍ پنځه ورځې مخکې پیل شوې وې چې هري لوبډلي یوه یوه لوبه وکړه.

د نوموړي په وینا، د میدان‌وردګو او پروان ولایتونه لوبډلې د دې سیالیو فاینل ته ووتې چې په پای کې د میدان‌وردګو  لوبډله وتوانېده څو خپلې ټولي درې واړه لوبې وګټې او د سیالیو اتلولي خپله کړي.

دی وایي، چې پروان لوبډلي د دغو سیالیو دویم مقام خپل کړ.