Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اقتصادي معاونیت: اریانا افغان هوایي شرکت چې څومره ژر کېږي یوه کارګو الوتکه دې وپېري

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، د اریانا افغان هوایي شرکت ته سپارښتنه وشوه چې یوه کارګو الوته ژر وپېري او له دې وروسته دې صادراتي سوداګریز توکي یو کیلوګرام په یو ډالر او وارداتي دې یو کیلوګرام په ۸۰ سینټه انتقال کړي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورځ د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د اړوندو وزارتونو او ادارو له استازو سره د هوایي کارګو له لارې بهرنیو هېوادونو ته د افغانستان د سوداګریزو توکو، په ځانګړې توګه د وچې او تازه مېوې د صادراتو په اړه دویمه تعقیبي غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې غونډه کې د اریانا افغان هوایي شرکت ته هدایت وشو چې له دې وروسته في کیلوګرام صادراتي سوداګریز توکي په یو ډالر او في کیلوګرام وارداتي سوداګریز توکي په ۸۰ سينټه انتقال کړي.

په یاده غونډه کې د مالیې او ترانسپورټ او هوایي چلند وزارتونو ته هم هدایت شوی چې د اریانا افغان هوایي شرکت ته په خپلو فیسونو کې ۹۰ سلنه تخفیف ورکړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې د اریانا افغان هوایي شرکت ته همدا راز هدایت وشو چې څومره ژر ممکنه وي یوه کارګو الوتکه وپېري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.