Language

جوزجان کې په یوه ترافیکي پېښه کې څلورو کسانو ته مرګ‌ژوبلې اوښتې ده

شبرغان (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): جوزجان کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مربوطاتو د جوزجان – فاریاب پر لویه لار ترافیکي پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د جوزجان د امنیې قومانداني ویاند قاري عبدالستار حلیمي پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا ۹ بجې د جوزجان – فاریاب پر لویه لار په حدبخشي سیمه کې د یوه سراچه او پاسو موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې دوو کسانو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.