Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

اسلامي امارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر وروستیو څرګندونو ته غبرګون وښود

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې مولوي امیرخان متقي په یوه ورځ کې شپږ ځلې ټيلېفونيٍ اړیکه ورسره نیولې، واقعیت نه لري او د ډیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې دي.

د راپورونو له مخې، د پاکستان د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير اسحاق ډار تېره ورځ د د دغه هېواد سنا مجلس ته د وينا پر مهال ویلي وو چې د استانبول غونډې د دويم پړاو مذاکراتو له پيلېدو مخکې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي شپږ ځلې ورته ټیلېفون وکړ.

خو د بهرنیو چارو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر وروستۍ څرګندونې چې ګواکې د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له نوموړي سره په یوه ورځ کي شپږ ځلې اړیکه نیولې ده، له واقعیت څخه لرې دي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، د حقیقت له مخې، د دواړو لورو ترمنځ لومړۍ ټیلېفوني اړیکه د متقابل تفاهم او همغږۍ په چوکاټ کې ترسره شوې وه.

سرچینې لیکلي، په دغه تماس کې اسحاق ډار له وضعیته د ناخبرۍ څرګندونه کړې وه او ویلي یې وو چې له بشپړې خبرتیا وروسته به تماس نیسي. پر همدې اساس، دويم ځل هم مکالمه وشوه، له دغه جریانه یوه ورځ وروسته اسحاق ډار بیا د اړیکې هڅه وکړه، خو د بېلابېلو وجوهاتو له امله اړیکه عملي نه شوه.

خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګندوي چې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو بنسټ متقابل احترام او پر واقعیتونو ولاړ تعامل دی، له همدې امله، دا ډول ناسمې څرګندونې د دواړو هېوادونو د متقابل درناوي او ډیپلوماتیک تعامل له روحیې سره په ټکر کې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، ا.ا تل هڅه کړې چې له ګاونډیو هېوادونو سره د احترام، تفاهم او مثبتو اړیکو پر بنسټ تعامل وکړي. هیله ده د پاکستاني حکومت لوړپوړي مسوولین هم د خبرو پر مهال د حقایقو سم انعکاس ته پام وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.