کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال سمنګان ته په سفر کې له زلزلهځپلو سره خپله خواخوږي شریکه کړې او ویلي یې دي چې اسلامي امارت به د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ کې په زلزله کې له زیانمن شوو سره د سرپناه، کورونو جوړولو او نورو برخو کې مرسته وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخند نن سمنګان ولایت ته سفر وکړ او هلته یې د زلزلې له امله له زیانمن شوو سره ولیدل.
ملا برادر ویلي: «اسلامي امارت ستاسي ترڅنګ ولاړ دی او ډاډ درکوي چې د خپلو ټولو امکاناتو په چوکاټ کې به د سرپناه جوړولو، کورونو ابادولو او ځینو نورو برخو کې شته ستونزو ته رسېدنه وکړي.»
هغه له ټولو هغو خیریه بنسټونو، سوداګرو او هېوادوالو مننه کړې چې په دې سخت وخت کې یې له زلزلهځپلو سره مرستې کړې دي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال یو ځل بیا پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو او نړۍوالو خیریه بنسټونو غږ کړی چې د دې دردوونکې پېښې له قربانیانو او زیانمنو سره مرستې وکړي.
اقتصادي معاونیت وایي: «ملا عبدالغني برادر اخند سمنګان ولایت ته نغدي مرستې هم وړې دي چې زیانمن شوو هېوادوالو ته به د کورونو ابادولو، سرپناه جوړولو، د ټپيانو درملنې او نورو برخو کې د ستونزو د حل لپاره د سمنګان ولایتي مسوولینو له لوري په شفاف ډول ووېشل شي.»
د روانې اونۍ د دوشنبې په شپه شاوخوا یوه بجه د ریښتر په کچه ۶،۳ درجې زلزله وشوه چې مرکز یې د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې و او په کابل، بلخ. بدخشان، سرپل. سمنګان، کندوز او ځینو نورو ولایتونو کې یې هم ټکانونه حس شول.
د هېواد د عامې روغتیا وزارت پرون په زلزلهځپلو ولایتونو کې د ژغورنې عملیاتو د پای رسېدو خبر ورکړ ویې ویل چې د راټولو شوو شمېرو له مخې، د دې پېښې په پایله کې ۲۷ کسانو ژوند له لاسه ورکړی او ۹۵۶ نور ټپیان شوي دي.
یاده پېښه کې ګڼ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP