Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سږ کال په هېواد کې ۴،۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي
آرشیف

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د احصایې او معلوماتو ملي اداره وايي چې سږ لمریز کال په ټول هېواد کې ۴،۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي دي.

دې ادارې نن (چهارشنبه، د لړم ۱۴مه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د احصایې او معلوماتو ملي ادارې له ریموټ سنسینګ ټکنالوجۍ په استفادې د سپوږمکۍ انځورونو له مخې، په ۱۴۰۴ کال کې په ټول هېواد کې د غنمو تر کښت لاندې سیمې تثبیت کړې دي.

د سرچینې په خبره، سږ کال په ټول هېواد کې شاوخوا ۴.۵۴ میلیون مټریک ټنه غنم تولید شوي چې له ډلې ۴.۱۳ میلیون مټریک ټنه اوبیز او ۴۰۴ زره مټریک ټنه نور للمي غنم دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د موندنو پر بنسټ، د تر ټولو ډېر اوبیز غنم ۸۴۸ زره مټریک ټنه په هلمند، ۴۷۸ زره مټریک ټنه په کندوز، څه باندې ۴۱۰ زره مټریک ټنه په هرات، څه باندې ۳۶۶ زره مټریک ټنه په کندهار او نږدې ۲۳۷ زره مټریک ټنه غنم په فراه کې تولید شوي دي. دغه راز، تر ټول ډېر للمي غنم په بادغیس، تخار او هرات ولایتونو کې ترلاسه شوي دي.

د سرچینې په وینا، په روان کال کې په ټول هېواد کې د غنمو تر کښت لاندې ټوله ځمکه ۸۹.۱ میلیون هکټاره وه چې له ډلې یې ۱.۳۳ میلیون هکټاره اوبیزه او ۵۶۲ زره هکټاره للمي ځمکه ده، ترلاسه شوي ارقام ښیي چې سږ کال د تېر کال په پرتله تر اوبیز کښت لاندې ځمکه کې ۴ سلنه او تر للمي کښت لاندې ځمکه کې ۲۴ سلنه کمښت راغلی دی چې اصلي لامل یې وچکالي، په وخت د موسمي بارانونو نه ورېدل او د نباتي افتونو خپرېدل دي.

دغه راز، د نفوسو د اټکل له په پام کې نیولو سره په ټول هېواد کې شاوخوا ۶.۸۷ میلیون مټریک ټنه غنمو ته اړتیا وه چې په ۱۴۰۴ کال کې د غنمو تولید ته په پام، شاوخوا ۲.۳۳ میلیون مټریک ټنه کمښت ښیي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.