فراه (پژواک، ١٤ لړم ۱۴۰۴): فراه کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.
د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو امر مولوي رحمتالله بدري وویل، په یادو پروژو کې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲،۵ مترو په لوړوالي د استنادي دېوال، د څو پلچکونو جوړول او د بېلابېلو سړکونو جغلاچول شامل دي چې د ۲۲ میلیون او ۱۳۳ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.
هغه زیاته کړه چې یادې پروژې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د کار پر مهال به په یاده ولسوالۍ کې ۷۸۶ بیکاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.
بلخوا، ځايي اوسېدونکي د یادو پروژو د چارو له پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې اوسمهال د مناسب سړک نشتون او بیکاري له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.
د پرچمن ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی عبدالخالق وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د بیکارۍ، سړکونو، زراعتي ځمکو او کورونو اړوند ځینې ستونزې حل شي.
هغه پرچمن ولسوالۍ ته د اسلامي امارت د مسوولینو له پاملرنې د مننې ترڅنګ د دې ولسوالۍ د حامک په ساحه کې د یوه بل استنادي دېوال د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.
د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو په پلې کېدو سره به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سربېره ۱۵۰ جریب کرنیزې ځمکې او د اوسېدنې ۳۰۰ کورونه به د سېلابونو له خطر خوندي شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP