Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

فراه کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

فراه (پژواک، ١٤ لړم ۱۴۰۴): فراه کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په پرچمن ولسوالۍ کې د څه باندې ۲۲ میلیون افغانیو په لګښت د څو پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې دي.

د فراه ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د پروګرامونو امر مولوي رحمت‌الله بدري وویل، په یادو پروژو کې د ۱۰۰ مترو په اوږدوالي او ۲،۵ مترو په لوړوالي د استنادي دېوال، د څو پلچکونو جوړول او د بېلابېلو سړکونو جغل‌اچول شامل دي چې د ۲۲ میلیون او ۱۳۳ زره افغانیو په لګښت پلې کېږي.

هغه زیاته کړه چې یادې پروژې به د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شي او د کار پر مهال به په یاده ولسوالۍ کې ۷۸۶ بیکاره ځوانانو ته د کار زمینه هم برابره شي.

بلخوا، ځايي اوسېدونکي د یادو پروژو د چارو له پیلېدو خوښي څرګندوي او وايي چې اوسمهال د مناسب سړک نشتون او بیکاري له امله له ډېرو ستونزو سره مخ دي.

د پرچمن ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکی عبدالخالق وویل چې د یادو پروژو په بشپړېدو سره به د بیکارۍ، سړکونو، زراعتي ځمکو او کورونو اړوند ځینې ستونزې حل شي.

هغه پرچمن ولسوالۍ ته د اسلامي امارت د مسوولینو له پاملرنې د مننې ترڅنګ د دې ولسوالۍ د حامک په ساحه کې د یوه بل استنادي دېوال د جوړېدو غوښتنه هم وکړه.

د مسوولینو په وینا، د یادو پروژو په پلې کېدو سره به د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو سربېره ۱۵۰ جریب کرنیزې ځمکې او د اوسېدنې ۳۰۰ کورونه به د سېلابونو له خطر خوندي شي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.