Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

زهران ممداني د نيويارک د ښاروالۍ ټاکنې وګټلې

کابل (پژواک، ۱۴ لړم ۱۴۰۴): د اسوشيټېد پرېس د اټکل له مخې، زهران ممداني د نيويارک د ښاروالۍ په ټاکنو کې بريالی شوی او ډېر ژر به د امريکا د تر ټولو ستر ښار د لومړي مسلمان ښاروال په توګه دنده پيل کړي.

الجزيرې راپور ورکړی چې ممداني چې ځان ډيموکرات سوسيالیسټ معرفي کوي، د نيويارک د ښار لومړی مسلمان ښاروال، د سوېلي اسيا او په افريقا کې لومړی زېږېدلی کس دی چې د نیویارک ښار به رهبري کوي.

زهران ممداني د خپلې بريا په وينا کې خپلو ملاتړو ته ويلي: «نن شپه، د ټولو اټکلونو خلاف موږ بريالي شوو، راتلونکی زموږ په لاس کې دی.»

هغه زياته کړې چې نيويارک به د کډوالو لپاره ښار پاتې شي او د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته په خطاب چې د فدرالي بودجې قطع کولو او د ملي ګارد د ورلېږلو ګواښ یې کړی، وويل: «موږ ته د رارسېدو لپاره بايد له موږ ټولو تېر شي.»

د راپور له مخې، د ۹۰ سلنه رايو له شمېرنې وروسته ممداني له خپل اصلي سيال اندرو کومو څخه شاوخوا ۹ سلنه زياتې رايې ګټلې دي؛ د ممداني رايې ۱,۰۳۳,۴۷۱ دي، په داسې حال کې چې کومو ۸۵۲,۰۳۲ رايې ترلاسه کړې دي. د جمهوري‌ غوښتونکي ګوند کانديد کرټس سليوا شاوخوا ۷ سلنه رايې ترلاسه کړې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.