Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

افغان او قطري چارواکو د فرهنګي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): په انقره کې د افغانستان ا.ا فرهنګي اتشې د قطر سفارت له لومړي سکرټر سره په لیدنه کې د علمي او ښوونیزو همکاریو پر پیاوړتیا، د نندارتونونو، علمي او هنري غونډو پر جوړولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي بنسټونو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د ترکيې په مرکز انقره ښار کې د دغه وزارت فرهنګي اتشې قاري حمیدالله تمکین، د قطر دولت د سفارت له لومړي سکرټر او د فرهنګي چارو له عمومي مسوول عبدالعزیز بن عبدالله الحاج الحمادي سره ولیدل.

یاد وزارت لیکلي چې په دې لیدنه کې دواړو لورو د بېلابېلو فرهنګي موضوعاتو (علمي او تعلیمي همکاریو پیاوړتیا، د فرهنګي پلاوو تبادله، د نندارتونونو، علمي او هنري غونډو جوړول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د فرهنګي بنسټونو د اړیکو د پراختیا) په اړه هر اړخیزې خبرې وکړې.

الحمادي ویلي، د افغانستان او قطر ترمنځ اړیکې د ګډو اسلامي ارزښتونو او ژورو تاریخي او فرهنګي اړیکو پر بنسټ ولاړې دي.

هغه زیاته کړې، د قطر دولت به تل د افغانستان اسلامي امارت ترڅنګ ولاړ وي او د لا ډېرو فرهنګي، علمي او تعلیمي همکاریو ته چمتو دی او د اسلامي هېوادونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو پیاوړتیا د قطر د دولت د بهرنۍ تګلارې له بنسټیزو لومړیتوبونو ده.

خبرپاڼه کې راغلي، قاري حمیدالله تمکین د قطر د دولت له ارزښتمنو او هر اړخیزو همکاریو د مننې ترڅنګ په بشري، تعلیمي او فرهنګي برخو کې د یاد هېواد رغنده رول وستایه او زیاته یې کړه؛ د افغانستان اسلامي امارت د اسلامي هېوادونو، په ځانګړي ډول له ورور هېواد قطر سره د علمي او فرهنګي اړیکو د پراختیا هرکلی کوي.

یاد وزارت لیکلي، د دې لیدنې په پای کې دواړو خواوو د افغانستان او قطر د ملتونو ترمنځ د فرهنګي اړیکو د پیاوړتیا او متقابلې پېژندنې په موخه د دې ډول ناستو او د نظرونو د تبادلې پر دوام ټینګار وکړ.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.