کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د کورنیو چارو وزارت وايي، د یو لړ ځانګړو عملیاتو په لړ کې د کابل په ښار او دروازو کې د ۳۱۹ بېاسناده موټرو د داخلېدو او ګرځېدو مخه نیول شوې ده.
دغه وزارت نن (پنجشنبه، د لړم پنځلسمه) پر خپل اېکسپاڼه لیکلي: «د کورنیو چارو وزارت د عامه امنیت د پولیسو ریاست منسوبینو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې په کابل ښار او ورودي دروازو کې د ۳۱۹ بېاسناده موټرو د ننوتو او تګراتګ مخه نیول شوې ده.»
سرچینه زیاتوي، دغه عملیات د ترافیکو عمومي ریاست د منسوبینو په همکارۍ د امنیت د ټینګښت، د ښار د نظم ساتلو او د احتمالي جرمونو د مخنیوي په موخه، په ځانګړې توګه د ارغندۍ او د کابل شمالي دروازو کې ترسره شوي دي.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، هغه وسایط چې له قانوني اسنادو پرته ګرځېدل، د څېړنې او د معلوماتو له ثبت وروسته ښار ته د ننوتو څخه منع او د پولیسو ښارګوټي ته لېږدول شوي دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP