Language

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن د ایران پر وړاندې لوبه کوي

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان پر وړاندې له بریا وروسته نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپله دویمه لوبه د ایران د فوټسال ملي لوبډلې پر وړاندې ترسره کوي.

دا حساسې سیالۍ د افغانستان پر وخت د ماسپښین په ۳:۰۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې خپلې لومړۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته ۹ پر ۵ ماته ورکړې وه.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري؛ په لومړۍ ډله کې د سعودي عربستان (کوربه)، ازبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې یو له بل سره سیالي کوي او د افغانستان ملي فوټسال لوبډله په دویمه ډله کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.