کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې د پاکستان او عراق هېوادونو له زندانونو څه باندې ۴۰۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت نن (پنجشنبه، د لړم ۱۵مه) پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې ۴۳۰ افغان کډوال د پاکستان له زندانونو او درې نور د عراق له زندانونو ازاد او روانه اونۍ هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچینې په کندهار او نیمروز ولایتونو کې د کډوالو چارو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو د معلوماتو پر اساس ویلي، د سپینبولدک له لارې ۴۳۰ کسان چې د دوو میاشتو لپاره په پاکستان او ۳ نور د نیمروز له لارې چې شپږ میاشتې په عراق کې بندیان وو، هېواد ته راوګرځېدل.
سرچینې دغهراز زیاته کړې، یاد کسان د سپینبولدک او نیمروز د انتقالاتو امریتونو کې له ثبت او د یاد وزارت د همکارو بنسټونو له لوري د مرستو له ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال د تلې په ۲۶مه هم د پاکستان او عراق له زندانونو ۱۷۰ افغانان ازاد او هېواد ته راستانه شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP