Language

د کندوز – تخار لویې لارې د بیارغوني چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۱۵ لړم ۱۴۰۴): د ټولګټو وزارت وايي چې د درې میلیون افغانیو په لګښت د کندوز – تخار لویې لارې د بیارغولو چارې پیل شوې.

د ټولګټو وزارت نن (پنج‌شنبه) پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د کندوز – تخار لویې لارې د بیارغولو او سیلینګ چارې د درې میلیون افغانیو په لګښن پيل شوې.

سرچینې لیکلي چې یاده پروژه یوه خصوصي شرکت ته سپارل شوې او د درېیو میاشتو په موده کې به بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د یادې پروژې په بشپړېدو سره به د دې لارې له ډېر ویجاړېدو مخنیوی وشي او د پخوا په پرتله به د خلکو لپاره په تګ راتګ کې ستونزې کمې شي.