Language

ټرمپ: ډېر ژر به په غزه کې نړۍوال سوله‌ساتی ځواک ځای پر ځای شي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې د امریکا له لوري همغږی شوی نړۍوال سوله‌ ساتی ځواک به ډېر ژر د اوربند او ثبات ساتلو لپاره په غزه کې ځای پر ځای شي.

الجزیرې راپور ورکړی چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ دغه څرګندونې پرون په یوه غونډه کې کړې دي.

هغه ویلي: «دغه کار به ډېر ژر عملي شي او د غزې وضعیت هم په ښه ډول پر مخ ځي.»

په راپور کې راغلي چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوه موقت حکومتي بنسټ او سوله ساتي ځواک د دوه کلن ماموريت د تصویب لپاره د خبرو اترو د پیل په حال کې ده.

د راپور له مخې، یاد ځواک ته دنده ورکړل شوې چې له ملکي خلکو ساتنه وکړي، سرحدي سیمې خوندي کړي او د فلسطین پولیس ځواکونو ته روزنه ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونيو ګوټرېش الجزيرې ته ویلي چې هر سوله ساتونکی ځواک باید «بشپړ نړۍوال مشروعیت» ولري، څو وکولای شي په غزه کې له فلسطینیانو ملاتړ وکړي.

Related Topics