Language

اندونیزیا کې په یوه جومات کې چاودنې لسګونه کسان ټپيان کړي

ابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د راپورونو له مخې، د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا په یوه جومات کې د چاودنې له امله لسګونه کسان ټپيان شوي دي.

الجزیرې راپور ورکړی چې یاده پېښه نن (جمعه) د لمانځه ادا کولو پر مهال د اندونیزیا د پلازمېنې جاکارتا د شمال «کلاپا ګادینګ» سیمه کې د يوه ښوونځي د انګړ جومات کې شوې ده.

د جاکارتا د پوليسو مشر اسیپ ادی سومري ويلي چې د چاودنې لامل تر اوسه څرګند نه ‌دی او په دې برخه کې څېړنې پیل شوې دي.

د هغه په وينا، ۵۴ لمونځ‌کوونکي سطحي او ژور ټپیان دي او د درملنې په موخه روغتون ته لېږدول شوي دي.