Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې لسګونو بزګرانو ته د انجې بوټي او اړوند کرنیز وسایل ووېشل شول

غزني‌ښار (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د غزني د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي چې د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې لسګونو بزګرانو ته د انجې کښت پراختیا په موخه اړوند کرنیز وسایل او د انجې بوټي ووېشل شول.

د غزني د کرنې او مالدارۍ ریاست ویاند قاري زکریا هوتک پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه وسایل او بوټي د غزني په اندړو، ګیلان، مقر، ناوه او خواجه‌عمري ولسوالیو کې ۸۴ بزګرانو ته ورکړل شوي دي.

هغه زیاته کړه چې د دغه پروګرام له لارې یې هر بزګر ته ۷۰۰۰ د انجې بوټي او اړوند وسایل ورکړي دي.

د نوموړي په خبره، یاد اقدام د بزګرانو د ملاتړ، د کرنیزو حاصلاتو ډېرېدو او د بدیل معیشت فرصتونو پراخېدو په موخه ترسره شوی دی.

هوتک وویل، د غزني اقلیم د انجې بوټی لپاره مناسب دی او ښه پایله ورکوي.

د معلوماتو له مخې، له افغانستانه انجه تر ډېره هند، چین، پاکستان او امریکا ته صادرېږي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.