Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرنې وزارت: سږ کال به له کندهاره د وچې مېوې صادرات پنځه زره مټریک ټنو ته ورسېږي

کابل (پژواک، ۱۶ لړم ۱۴۰۴): د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت وايي، له دې امله چې سږ کال په هېواد کې وچه مېوه ډېره تولید شوې، له کندهار به یې د صادراتو کچه تر پنځه زره مټریک ټنو پورې ورسېږي.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې پّ هېواد کې د وچې مېوې د تولید او کیفیت لوړېدو لپاره د اسلامي امارت د هڅو او پروګرامونو په پایله کې، سږ کال به له کندهار ولایته د دغو محصولاتو صادرات پنځه زره مټریک ټنو ته ورسېږي.

د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې د دارالانشاء رییس او د افغانستان د وچې مېوې د ټولنې استازي قاري ګل‌محمد ويلي چې تېر کال د وچې مېوې د صادراتو کچه ۴.۵ زره مټریک ټنه وه، خو سږ کال به د کورني توليداتو په ډېرېدو سره دغه کچه ۵ زره مټریک ټنو ته ورسېږي.

هغه ويلي چې اوسمهال د افغانستان ۱۵ ډوله وچه مېوه لکه انځر، ممیز، اب‌جوش، شکرپاره او بادام د هېواد له بېلابېلو ولایتونو لکه بلخ، تخار، هرات، غزني، فاریاب، جوزجان او کندهار څخه راټولېږي، د کندهار پّ شوراندام کې بسته‌بندي کېږي او له هغه ځایه هند، پاکستان او یو شمېر اروپايي هېوادونو ته صادرېږي.

قاري ګل‌محمد زیاته کړه چې د پاکستان د لارې تړل کېدل د صادراتو په بهیر کې ځینې ستونزې رامنځته کړې، خو د ایران د عباس او چابهار بندرونو له لارې صادرات لا هم دوام لري.

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي شېرمحمد حاتمي د وچې مېوې له بازاره لیدنه وکړه او له سوداګرو سره يې د خبرو سربېره ټینګار وکړ چې وزارت به د وچې مېوې له سکټوره خپل ملاتړ ته دوام ورکړي او د شته ننګونو د حل لپاره به هلې ځلې وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.