Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

غزني کې د سلطان شهاب‌الدین غوري مقبرې د بیارغوني چارې پیل شوې

غزني‌ښار ( پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د غزني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په ده‌یک ولسوالۍ کې د سلطان شهابالدين غوري مقبرې د بیارغوني چارې پيل شوې.

د غزني ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ملا حمیدالله نثار د يادې مقبرې د بیارغولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسووليت لري څو د افغان مشاهيرو، ولیانو او غازیانو ياد ژوندی وساتي.

نوموړي وويل: «سلطان شهاب الدین د غوريانو په واکمنۍ کې مشر پاتې شوی چې د سرلښکري، هڅو او مبارزې له امله هندوستان، خراسان، ترکستان او د ایران زیاتره سیمي په خپل سلطنت کښې شامله کړې وې، چې په دې سره افغانان د اسلامي نړۍ د یو ستر ځواک په توګه راڅرګند شول او په لنډ وخت کي یې له ختيځ څخه تر لوېديځ پوري ډیري سيمي تر واکمنۍ لاندي راوستلې وې.»

نوموړي زیاته کړه، د یاد زیارت اوسنی بڼه شاوخوا ۷۵ کاله وړاندي یعني په ۱۳۳۱ کال کې د محمد ظاهرشاه د واکمنۍ پر مهال رغول شوې چې د مقبرې د ودانۍ ډیره برخه یې ویجاړه شوې وه.

ده زیاته کړه، د دې مقبرې په بیارغونه شاوخوا دوه نیم میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لوري ورکول کېږي.

په ورته وخت کې د سیمي اوسېدونکو د سلطان شهاب‌الدین غوري د مقبر د بیارغونې چارو د پیلېدو له المه له اسلامي امارت څخه مننه وکړه.

یوه قومي مشر حاجې عبدالغفور د سلطان شهاب الدین غوري په اړه وويل، ياد شخص د افغانستان د خلکو او خاورې لپاره ډېرېستړياوې ګاللې او د هغه د ياد تازه کولو لپاره باید نور اقدامات هم وشي.

د سیمې یوه بل اوسېدونکي محمدحضرت له پژواک سره خبرو کې له حکومت غوښتنه وکړه چې سلطان شهابالدین غوري په وياړ دېهر کال څېړنيز سيمينار جوړ شي څو دغه شخص خلک وپېژني او اوسنی نسل د هغه پر لاره روان شي.

د یادوني ده چې سلطان شهاب‌الدین غوري د اسلامي تاریخ یو وتلی، زړور او بریالی فاتح او د غوري امپراتورۍ له نامتو واکمنانو څخه شمېرل کېږي چې مقبره یې د غزني په ده یک ولسوالۍ کې موقعیت لري.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.