کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): نن په کابل ښار کې د تېرو اووورځو په پرتله د تېلو او سرو زرو بیې ټیټې شوې خو د بورې او اوبلن ګاز بیې لوړې شوې دي.
کابل ښار کې د احمدیار تېلو ټانک یوه کارکوونکي پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یوه لېتر پټرولوبیه له ۷۰ نه ۶۸ افغانیو او د یوه لېتر ډیزلو بیه له ۸۰ نه ۷۷ افغانیو ته ټيټه شوې ده.
د نوموړي په وینا، په نړۍوالو بازارونو کې د تېلو د بیو ټیټېدو له امله د کابل ښار په بازارونو کې هم د دغو توکو بیې ټیټې شوېدي.
خو د کابل ښار په دهنباغ کې یو هټۍوال محمدجان امین وايي چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه کیلو اوبلن ګاز بیه له ۵۴ څخه ۵۵ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د سرچینې په وینا، په نړۍوالو بازارونو کې د اوبلن ګاز بیه لوړه شوې چې له امله یې د کابل ښار په بازارونو کې هم بیه لوړه شوې ده.
خوراکي توکي
کابل ښار کې د خوراکي توکو سوداګرو اتحادیې رییس زمري صافي وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۴۹کیلوګرامه هندۍ بورې بیه له ۲۳۵۰ څخه ۲۴۰۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.
د نوموړي په وینا، د بورې واردات کم شوي چې له امله یې د کابل ښار په بازارونو کې بیه لوړه شوې ده.
خو هغه وايي، نن د تېرې اونۍ په څېر په عمده ډول ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۰۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیایي غوړي په ۱۶۵۰افغانۍ، یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۳۸۰ افغانۍ او یو کیلو شین اندونیزیایي چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د ځينو توکو پرچون او عمده بیې په یو شمېر مواردو کې لږ خو په ځینو کې بیا ډېر توپیر لري.
د کابل ښار په دهنباغ سیمه کې د خوراکي توکو یوه پرچونپلورونکي حامد صوفيزاده وویل، نن په پرچون ډول ۴۹کیلوګرامه قزاقي اوړه په ۱۵۵۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه پاکستانۍ لومړۍ سېله وریجې په ۲۶۵۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه هندۍ بوره په ۲۴۵۰ افغانۍ، ۱۶ لېتره مالیزیايي غوړي په ۱۷۰۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۴۰۰ افغانۍ او یو کیلوګرام تور افریقایي چای په ۴۳۰ افغانۍ پلورل کېږي.
د سرو زرو بیې
کابل ښار کې د یوې زرګرۍ مالک محمدفواد وویل چې نن د تېرو اوو ورځو په نسبت د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۶۸۰۰ څخه ۶۷۷۰ افغانیو ته او د یو ګرام ٥٨٥ عیار روسي سرو زرو بیه له ۵۳۸۰ څخه ۵۳۶۰۰ افغانیو ته ټيته شوې ده.
د سروزرو پلورونکو په وینا، د کابل ښار په بازارونو کې د سروزرو بیو بدلون په نړۍوالو بازارونو کې د هغو د بیو له بدلون سره تړاو لري.
د اسعارو بیې
د کابل ښار په شهزاده سرای کې د یوې صرافۍ مالک حاجي محمدحسین وویل چې نن د یوه ډالر پېر بیه ۶۶ اعشاریه ۶۰افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانیو تبادله کېږي.
دا په داسې حال کې چې د روان کال د لړم په ۱۰مه د یوه ډالر د اخیستو بیه ۶۶ اعشاریه ۵۰ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۲۳۰ افغانۍ تبادله کېدې.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP