Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې یوې نجلۍ په خپلو هڅو او کوښښونو لسګونو ښځو ته د کار زمینه برابره کړې ده

کابل (پژواک، ۱۷ لړم  ۱۴۰۴): کابل ښار کې د مریم محمدي په نوم یوې نجلۍ په خپلو هڅو او پیاوړې ارادې او ډېرې کمې پانګونې سره د مرۍ ګنډلو او ګلونو جوړولو کار پيل کړی؛ اوس سربېره پر دې چې د خپلې کورنۍ لګښتونه پوره کوي، لسګونو نورو ښځو ته یې د کار زمینه برابره کړې ده او بهر ته خپل محصولات هم صادروي.

د پژواک خبري اژانس خبریالې د «ایینه زن» په دې خپرونه کې له مریم محمدي سره مرکه کړې؛ هغه نجلۍ چې د خپلو کوښښونو او هڅو له لارې یې ستره بریا ترلاسه کړې ده.

مریم محمدي څوک ده؟

مریم محمدی ۲۳ کاله مخکې د کابل ښار په قاضي کلا سیمه کې زېږېدلې او ښوونځی یې په عالي درجه پای ته رسولی دی.

نوموړې وايي چې د کور په کارونو کې هم له خپلې مور سره مرسته کوي او تل یې هڅه کړې چې د خپلې کورنۍ لپاره یو ګټور کس و اوسي.

هغې د ښوونځي په دوره کې مرۍ ګنډلو ته د لېوالتیا درلودو له مخې دغه هنر له خپلې مور زده کړ.

مریم ډېره لېوالتیا درلوده چې د کمپیوټرساینس رشته کې زده‌کړې وکړي او دې موخې ته د رسېدو لپاره باید کانکور ته د چمتووالي پروګرام کې شامله شوې وای، خو د دې لپاره فیس ورکول یې کورنۍ ته ستونزمن و، له همدې امله یې د مرۍ ګنډلو کار پيل کړ او ځیني توکي یې جوړ او بازار ته وړاندې کړل.

مریم وویل: «پنځه کاله مخکې د کانکور ازموینې له لارې د خپلې خوښې پوهنځي د کابل پوهنتون کمپیوټرساینس ته بریالۍ شوم، ډېره خوشاله وم چې خپلې یوې هیلې ته ورسېدم، خو بیا درسونه بند شول او زده‌کړې راڅخه پاتې شوې.»

مریم زیاته کړه: «وروسته له هغه چې درسونه بند شول او نور مې خپلو زده‌کړو ته دوام ور نه شو کړای، ډېر وخت بېکاره وم. واقعاً په ژور خپګان اخته شوې وم؛ ځکه چې یو وخت مې هم زده‌کړې کولې او هم کار. له څه مودې وروسته مې پرېکړه وکړه چې خپله یو کار پیل کړم او د ځان ترڅنګ نورو نجونو ته هم د کار زمینه برابره کړم.»

هغې له دې امله چې په مرۍ ګنډلو او ګلونو جوړولو کې یې مهارت درلود، پرېکړه وکړه چې له خپل دغه مهارته ګټه واخلي او یو کاروبار پیل کړي.

هغې زیاته کړه: «په پیل کې د همدې لپاره د محفلي جامو هټیو ته تلم، جامې مې راوړې او د هغو د مرۍ ګنډلو کار مې کاوه. په هماغه اندازه پیسو مې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کولې.»

مریم محفلي جامې او د ناویانو شالونه په مریو جوړول او په بدل کې یې یو اندازه پیسې ترلاسه کولې.

نورو ښځو ته د کار زمینې د برابرولو بهیر پیل

مریم چې د مرۍ ګنډلو او ګلونو جوړلو کار یې په ډېره لېوالتیا ترسره کاوه، خپل عاید یې سپما کړ څو وکولای شي خپل کاروبار ته وده ورکړي او د ۷۰۰۰ افغانیو په پانګونې یې یوه کارګاه جوړه کړه.

مریم له دوو کلونو وروسته بریالۍ شوه چې د «تاج» برند په نوم خپله کارګاه جوړه کړي. هغې د مرۍ ګنډلو د دې کارګاه له جوړولو وروسته له ډېرو ستونزو سره مبارزه وکړه او بالاخره بریالۍ شوه چې په خپله کارګاه کې یو شمېر ښځې جذب کړي.

د هغې په وینا، اوس په دې کارګاه کې د محفلي جامو او ناویانو شالونه په مریو جوړوي او سربېره پر دې د ناویانو د لاس او ډالیو لپاره بېلابېل ګلان هم جوړوي.

هغې څرګنده کړه، اوس مهال په دې کارګاه کې ۱۰ ښځې ټوله ورځ او ۳۲ نورې نیمه ورځ کار کوي او د خپل کار په بدل کې معاش ترلاسه کوي.

مریم وایي: «کله چې د جامو فرمایش ترلاسه کړو، جامې په نورو خیاطیو کې ګنډو،  وروسته یې د مریو کار خپله کوو.»

د کورنۍ ملاتړ؛ د بریا راز

مریم خپلې هیلې ته د رسېدو او خپل کاروبار کې د بریا لپاره د کورنۍ ملاتړ ته اړتیا درلوده څو وکولای شي د پرمختګ پر لور ګام واخلي.

هغه وايي: «که څه هم په هر کار کې د کورنۍ ملاتړ راسره و، خو په پیل کې مې کورنۍ لږه اندېښمنه وه؛ مشرې خور به مې ویل، ښايي ونه شې کولای یا درته ستونزمن وي خو په عین حال کې به یې ویل چې پیل یې کړه، زه درسره یم خو بیا به یې هم راته ویل چې دغه کار سخت دی او تجربې ته اړتیا لري.»

مریم په دې لار کې له ستونزو او ننګونو سره هم مخ شوه خو هېڅکله په شا نشوه او خپلې لارې ته یې دوام ورکړ.

هغې زیاته کړه: «ډېری وختونه ستونزو سره مخ کېدم او غوښتل به مې چې کار پرېږدم خو بیا به مې له ځان سره ویل چې باید پر مخ ولاړه شم.»

په لومړیو ورځو کې یې ښه پلور نه درلود خو د هغې صبر او حوصله د دې لامل شوه چې کار ته دوام ورکړي او پلور یې زیات شي.

نوموړې اوس په داسې حال کې چې نه یوازې خپل لګښتونه پوره کوي، بلکې له خپلې کورنۍ سره هم مرسته کوي.

هغه وايي: «دا چې له خپلې کورنۍ سره مرسته کوم او څو نورو مېرمنو ته مې هم د کار زمینه برابره کړې، ډېره خوشحاله یم. له خپلو موخو څخه هيڅکله نه پر شا کېږم؛ ځکه دا کار یوازې زما لپاره نه، بلکې د هغو ټولو ښځو لپاره دی چې له ما سره کار کوي.»

د مریم د بریا مسیر: اوس مو محصولات له هېواده بهر هم مینه‌وال لري

مریم وایي، اوس یې پلور ډېر شوی او نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواده بهر هم ډېر مینه‌وال لري.

هغې زیاته کړه: «اوس مهال زموږ ډېر فرمایشونه د ورځې ګلونو پورې اړه لري چې ډېر ښه پلور لري. یو دلیل یې دا دی چې دا ګلان دوام کوي او ژر نه خرابېږي.»

نوموړې زیاته کړه: «زموږ ډېری پېرېدونکي له المان، متحده عربي اماراتو او امریکا څخه دي چې موږ ته یې فرمایشونه راکړي. هغه څه چې ما ته ډېر جالب وو، هغه دا وو چې د عربي جامو منشا عربستان دی خو زموږ ډېری فرمایشونه خپله له عربستان څخه دي. هغوی وایي، عربستان کې د دې جامو بیې ډېرې لوړې دي خو که له موږ څخه یې واخلي، په لږه بیه ورته تمامېږي.»

هغې د خپل راتلونکي پروګرام په اړه وویل: «د راتلونکي لپاره ډېرې موخې لرم. دا مهال د کار لپاره یو کوچنی ځای لرم خو غواړم په راتلونکي کې خپله عمده‌‌فروشي ولرم څو کوچني دوکانونه له ما څخه توکي وپېري. همدارنګه هیله لرم چې ډېرې نماینده‌ګۍ ولرم؛ لومړی په ملي کچه او بیا په نړۍواله کچه.»

هغې نورو نجونو ته په پیغام کې وویل: «هیڅ لاره بنده نه ده، مه په تمه کېږئ چې بل څوک درته لاره پرانیزي.»

هغه مېرمنې چې په دې کارګاه کې ورته د کار زمینه برابره شوې

طاهره چې د دې کارګاه یوه کارکوونکې ده وایي: «ډېره خوشحاله یم چې موږ ته د کار زمینه برابر شوې او د مریم محمدي ترڅنګ کار کول راته خوند راکوي.»

هغې زیاته کړه: «زه د مریو ګنډلو او د ګلونو جوړولو کې مرسته کوم. محمدي ډېره هڅه کوي چې موږ نوي مهارتونه زده کړو. موږ زیاتره د مریو ګنډلو کارونه کوو خو ډیزاین او نقشې خپله مریم جوړوي.»

نوموړې هیله لري دغه کارګاه پراخه شي او نورو ښځو ته هم په‌کې د کار زمینه برابره شي.

بلخوا، د اقتصادي چارو کارپوه امنه هاشمي وایي: «په افغانستان کې سوداګرو او متشبثو مېرمنو ډېرې ارزښتناکې لاسته‌راوړنې درلودې او په خپلو کارونو کې غوره خلاقیت او مهارت لري.»

د هغې په وینا، اوس مهال ګڼ شمېر ښځو خپلو کوچنيو او لویو کاروبارونو ته وده ورکړې ده. هغوی نه یوازې د ځان لپاره، بلکې د ډېرو نورو ښځو لپاره هم د کار زمینه برابره کړې او د هغوی محصولات نه یوازې په هېواد کې دننه، بلکې له هېواده بهر هم ځانګړي مینه‌وال لري.

هغې هم د نجونو د ملاتړ غوښتنه وکړه څو خپلو کاروبارونو ته وده ورکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.