اېبک (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د سمنګان یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان له حکومته غوښتنه کوي څو د دغه ولایت د «جهاننما بڼ» تاریخي ابده چې د وروستۍ زلزلې له امله یې ځینې برخې ویجاړې شوي دي، بیا ورغوي او د لا زیانمنېدو مخه یې ونیسي.
«جهاننما بڼ» د سمنګان ولایت د خُلم ولسوالۍ له تاریخي ابدو څخه دی چې قدامت یې د بابر شاه د واکمنۍ دورې ته رسېږي. دغه بڼ یو وخت د بابر شاه استوګنځی و او اوس د دې ولایت له مهمو تاریخي او سیاحتي ځایونو شمېرل کېږي چې هر کال ګڼ شمېر کورني او بهرني سیلانیان یې لیدو ته ورځي.
د لړم په ۱۳مه نېټه د هېواد په شمالي ولایتونو کې د زلزلې له امله، په دغو ولایتونو کې یو شمېر تاریخي ابدې په ځانګړې توګه د سمنګان جهاننما بڼ او د بلخ د مزارشریف روضه مبارکه زیانمنه شوه.
د خُلم ولسوالۍ یوه اوسېدونکي احمدشاه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وروستۍ زلزله د دې ولسوالۍ بڼه په بشپړ ډول بدله کړې ده.
نوموړي زیاته کړه: «د افغانستان یو له نامتو ځایونو څخه د جهاننما بڼ و چې په وروستۍ زلزله کې یې ځینې برخې ویجاړې شوې دي.»
هغه خبرداری ورکړ چې که د دې تاریخي ابدې بیارغونې ته ژر پاملرنه و نشي نو له ورانو دېوالونو او ورستې ودانۍ پرته به یې بل هېڅ شی پاتې نشي.
دغهراز، د خُلم بل اوسېدونکي ذبیحالله وویل چې مخکې له زلزلې هم د دې تاریخي ابدې ځینې برخې زیانمنې وې او اوس لا ډېرې شوي دي.
هغه زیاته کړه: «هر کال لسګونه سیلانیان د دې ځای لیدو ته راځي او دا بڼ د شمال د فرهنګي شتمنۍ برخه ده چې حکومت او اړوندې ادارې یې باید بیا رغونې لپاره ژر اقدام وکړي.»
ورته مهال، د سمنګان یو شمېر فرهنګیان وایي چې جهاننما بڼ د هېواد د تاریخي او فرهنګي هویت برخه ده او د بیارغونه یې باید په لومړیتوب کې وي.
د یاد ولایت یو فرهنګي فعال محمدعارف وویل: «جهاننما بڼ یوازې د تفریح ځای نه، بلکې د خُلم ولسوالۍ د تاریخي او فرهنګي هویت برخه ده. له بده مرغه په وروستۍ زلزله کې د دې بڼ ډېری برخې، په ځانګړې ډول دېوالونه او اصلي دروازه ویجاړ شوې دي.»
هغه زیاته کړه، حکومت او فرهنګي ادارې باید د دې تاریخي ابدې د ساتنې او بیارغونې لپاره بېړني ګامونه پورته کړي څو راتلونکي نسلونه هم د دې ابدې له ښکلا او تاریخي ارزښت څخه ګټه پورته کړای شي.
د خُلم ولسوال عبدالقادر حامد هم تایید کړه چې د وروستۍ زلزلې له امله د دې تاریخي ابدې ډېری برخې ویجاړې شوې دي.
نوموړي وویل: «دا اړینه ده چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او نورې اړوندې ادارې د دې ابدې بیارغونې ته جدي پاملرنه وکړي.»
له دې وړاندې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت هم ویلي وو چې د وروستۍ زلزلې له امله د شمال د تاریخي او پخوانیو ابدو، په ځانګړي ډول د سمنګان جهاننما بڼ او د بلخ د مزارشریف روضې مبارکې ځینې برخې زیانمنې شوې دي.
یاد وزارت دغهراز ویلي وو، د تاریخي ځایونو ساتنه او بیارغونه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له اساسي دندو څخه ده او د دې وزارت تخنیکي ټیم به ژر د زیانونو د کچې د ارزونې او د بیا رغونې د بهیر د پیل لپاره اړین اقدامات ترسره کړي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP