کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې خپله درېیمه لوبه د مراکش ملي لوبډلې ته وبایلله.
دغه لوبه نن د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره شوه چې افغانستان د مراکش پر وړاندې څلور پر صفر ماته وخوړه.
د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته نهه پر پنځه ماته ورکړه او دویمه لوبه یې له ایران سره وه چې مساوي پای ته ورسېده؛ دې پایلې ته په کتو، بل پړاو ته د افغانستان د ملي لوبډلې تګ له ایران او تاجکستان د لوبو په پایلو پورې اړه لري.
د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري. په لومړۍ ډله کې د سعودي عربستان ( کوربه)، اوزبیکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویمه ډله کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP