Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله نن له مراکش سره لوبېږي

کابل (پژواک، ۱۷ لړم ۱۴۰۴): د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله د تاجکستان پر وړاندې له ځواکمنې بریا او ایران سره د لوبې له مساوي پای ته رسېدو وروسته نن د اسلامي هېوادونو د پیوستون سیالیو په لړ کې د مراکش له ملي لوبډلې سره لوبه کوي.

یاده لوبه نن د افغانستان پر وخت د غرمې په ۱۲:۳۰ بجې د سعودي عربستان په ریاض ښار کې ترسره کېږي.

د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په خپله لومړنۍ لوبه کې د تاجکستان ملي لوبډلې ته نهه پر پنځه ماته ورکړه او دویمه لوبه د ایران پر وړاندې مساوي پای ته ورسېده. نن افغان لوبډله خپله درېیمه لوبه له مراکش سره ترسره کوي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون لوبو په شپږم پړاو کې اته لوبډلې ګډون لري. په لومړۍ ډله کې د سعودي عربستان ( کوربه)، اوزبېکستان، لیبیا او اذربایجان لوبډلې له یو بل سره سیالي کوي او د افغانستان د فوټسال ملي لوبډله په دویم ګروپ کې له ایران، مراکش او تاجکستان سره یوځای ده.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.